IQNA

د پاکستان په پوهنتونونو کې د قرآني  زده کړې د پړاؤنو  اجباري کېدل

10:56 - October 14, 2025
د خبر لمبر: 3491858
 ایکنا –  د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن (HEC)  فیصله کړې چې  دپاکستان درست پوهنتونه  د دقرآڼ د درسونو وړاندې کولو ته پابنده دي

یکنانیوز د humenglish    له قوله راپور راکوي، دپاکستان د لوړو زده کړو کميشن(HEC ) اعلان کړی چې ټول پاکستاني پوهنتونونه او ورسره اړونده کالجونو ته ئې حکم صادر کړی چې  د  د ۲۰۲۵ کال  له مني څخه د خپلو ګریجویشن  او ماسټرئ  په پروګرامونو کې دې د قرآن کریم  دمفاهیمو په باب  دوه اجباری درسونه  ورځاي کړي.

د دې کميسن  مديرې ، فريده انجم،  په رسمي  اطلاعیې کې چې د HEC پوهنتوني څانګې لخوا جاري شوې ده، د پوهنتونونو مرستیالیو، د پوهنتونونو مشرانو او د لوړو زده کړو ادارو مشرانو  ته يادونه کړې چې د «قرآن کریم پېژندنه - ۱» او «قرآن کریم پېژندنه - ۲» په نوم  سره دې  درسونه  په ټولو  کارشناسئ(ګریجویشن)، ماسټرۍ، ایم فل او پي ايچ ډي سویو  کې وړاندې کړي.

په بخشنامې یا اطلاعیې کې ذکر شوی چې هر درس  يو واحد نصاب   ښايي او بايد يوازې په  حضوری  ډول تدریس شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کميشن اعلان کړی چې ددغه نوښت په پیل کې د ۲۰۰۵ کال  د نصاب په اساس د  زده کړيالانو ترمنځ د قرآن د معارفو د نورې پوهېدا  لپاره وړاندې شي.

دغه کميشن اوس د ټولو  مدرک ورکوونکو ادارو (DAI) او لوړو زده کړو ادارو (HEC ) څخه تازه  اجرايي راپورونه غواړي  څو تاييد کړي چې ايا دا پړاؤنه  په دوي کې په درسي پروګرام کې شامل  شوي دي يا نه.

همدارنګه له پوهنتونونو څخه غوښتل شوي چې د استادانو د تعليم په اړه تفصيلي معلومات شریک کړي. د لوړو زده کړو کميشن هم څيړنه کوي چې ايا د دې پړاؤنو  لپاره ټاکل شوي عربي او اسلامي مطالعې ښوونکي، د نوې زده کړيز  پړاؤ  له پيل مخکې، د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ (NAHE) له لارې تعليم شوي دي يا به  ورزده کړئ شي.

په دې بخشنامې کې ذکر شوي چې د لوړو زده کړو کميشن د دې  نصاب  د پوره کېدو دتعقيبولو  لپاره د څارنې ميکانيزم جوړوي. له ادارو څخه غوښتل شوي چې د خپل پرمختګ راپور ورکړي او د کميسيون لخوا وړاندې شوې آنلائن فورم  ډک  کړي چې په ټولو حکومتي او خصوصي پوهنتونونو کې د دغه قانون يو شان اجرا يقيني شي.

د لوړو زده کړو کميشن اعلان کړی چې د دې پلان  په وخت پوره کول به د هېواد د  ټولو لوړو زده کړو په  ادارو کې د قرآني  تعلیماتو  د پړاؤنو  په  اجرا کې د همغږۍ ساتلو کې مرسته وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4310412

captcha